د هیواد د کرکټ ملي ټیم په متحده عربي اماراتو کې د درې اړخیزو سیالیو په وروستۍ لوبه کې د پاکستان څخه د ۷۵ منډو په توپیر ماتې وخوړه.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې تیره شپه (د وږي ۱۶ مه) د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ په لوبه کې، پاکستان د ۸ لوبغاړو په سوځیدو سره افغانستان ته د ۱۴۲ منډو هدف وټاکه.
افغانستان په ۱۶ اورونو کې یوازې ۶۶ منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.
د توپ اچونې په برخه کې، راشد خان درې ویکټې ، نور احمد او فضل الحق فاروقي دوه دوه ویکټې او الله محمد غضنفر یوه ویکټه واخیسته.
افغانستان د همدې ټورنمنټ په دریم ګروپ پړاو لوبه کې پاکستان ته د ۱۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه، چې په روان ټورنمنټ کې د دې ټیم په وړاندې لومړۍ بریا وه.
جمهورخبري آژآنس