د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر وايي چې دا ډله د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د اسانتیاوو د برابرولو لپاره کار کوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت نن یکشنبې(د وږي ۱۶ مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د دې وزارت وزیر مولوي عطاءالله عمري کندوز ولایت ته سفر وکړ او په هغه ولایت کې یې له سیمه ییزو طالبانو سره خبرې وکړې.
عمري وویل چې د دې سفر موخه په کندوز کې د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو د عمومي وضعیت ارزونه او بیاکتنه ده.
طالبانو زیاته کړه چې کرنه او مالداري د هیواد د اقتصاد دوه حیاتي سکتورونه دي. وزارت هڅه کوي چې په دې سکتورونو کې خلکو ته اسانتیاوې برابرې کړي او ستونزو ته اړین ځوابونه ورکړي.
د طالبانو د کرنې وزیر وویل چې وزارت یې د څړځایونو ساتنې، د څارویو کلینیکونو جوړولو، د کرنیزو آفتونو سره د مبارزې لپاره د درملو ویشلو، د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې ویشلو او د کوچنیو بندونو جوړولو په برخو کې فعالیتونه ترسره کوي.
جمهورخبري آژانس