په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د ختیځو ولایتونو د زلزلې قربانیانو لپاره د اروپايي ټولنې د ۱۳۰ ټنو بشري مرستو د ترلاسه کولو اعلان وکړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د رسنیو دفتر نن پنشنبې (د وږي ۱۳ مه) په یوه بیان کې وویل چې دوی د هغو ماشومانو او ښځو لپاره چې په کابل کې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمن شوي دي، د اروپايي ټولنې د ۱۳۰ ټنو بشري مرستو یوه بار ترلاسه کړې ده.
په دې مرستو کې د ژوند ژغورنې توکي، بیړني سرپناه، طبي توکي او د څښاک اوبه شاملې دي.
یونیسف وویل چې دا مرسته به هغو ماشومانو او ښځو ته وویشل شي چې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمن شوي دي.
جمهورخبري آژانس