د هېواد د ختیځو ولایتونو اوسېدونکو په خپلو سیمو کې د زلزلې د ټکانونو او یو ځل بیا ځمکلړزې خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، د هیواد د ختیځو ولایتونو اوسیدونکو نن پنشنبې (د وږي ۱۳مه) وویل چې دوی نن سهار شاوخوا لس بجې د دوی په سیمو کې یوه بله زلزله وشوه.
د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې هم اعلان وکړ چې د افغانستان ختیځ یو ځل بیا د ۴.۷ درجې زلزلې ولړزاوه.
د نن ورځې د زلزلې مرکز د جلال آباد په ښار کې د ځمکې په ۱۳ کیلومترۍ کې ژور بلل شوی دی.
د دې زلزلې له امله تر اوسه د مرګ ژوبلې یا ملکیت د زیان راپور نه دی ورکړل شوی.
جمهورخبري آژانس