۰

چین: موږ به د افغانستان د زلزله ځپلو سره د هغوی د اړتیاوو سره سم مرسته وکړو

دوشنبه ۱۰ سنبله ۱۴۰۴ ساعت ۱۶:۰۱
د چین د بهرنیو چارو وزارت د هیواد د ختیځو ولایتونو د زلزله ځپلو سره د مرستې او همکارۍ لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ.
چین: موږ به د افغانستان د زلزله ځپلو سره د هغوی د اړتیاوو سره سم مرسته وکړو
د چین د بهرنیو چارو وزارت د هیواد د ختیځو ولایتونو د زلزله ځپلو سره د مرستې او همکارۍ لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګو جیاکون نن دوشنبې (د وږي ۱۰ مه) په یوه خبري کنفرانس کې وویل: چین به د افغانستان د اړتیاوو سره سم خپلې مرستې چمتو کړي.

هغه زیاته کړه: د هغه هیواد د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوي.

د یادونې وړ ده چې تر اوسه پورې ایران، پاکستان او هند هم د زیانمنو شویو سیمو سره د مرستې لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی دی.

د تیرې شپې د زلزلې له امله په ختیځو ولایتونو کې ۸۱۲ کسان مړه او ۲۸۱۷ نور ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي