۰

په ختیځو ولایتونو کې سخته زلزله،د مړو او ټپيانو شمېر تر ۲۲۰۰ واوښت

دوشنبه ۱۰ سنبله ۱۴۰۴ ساعت ۰۹:۱۸
د هیواد په ختیځو ولایتونو کې سیمه ییز طالبان وايي، د تېرې شپې په یوې قوي زلزلې کې له ۲۲۰۰ څخه زیات کسان مړه او ټپیان شوي دي.
په ختیځو ولایتونو کې سخته زلزله،د مړو او ټپيانو شمېر تر ۲۲۰۰ واوښت
د هیواد په ختیځو ولایتونو کې سیمه ییز طالبان وايي، د تېرې شپې په یوې قوي زلزلې کې له ۲۲۰۰ څخه زیات کسان مړه او ټپیان شوي دي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې سیمه ییزو طالبانو نن سهار (د وږي ۱۰ مه) وویل چې د تېرې شپې په یوې قوي زلزلې کې ۲۰۰ کسان وژل شوي او له ۲۰۰۰ څخه زیات نور ټپیان شوي دي.

دا تلفات د نورګل، سکي، وټه پور، ماڼوګي او چپه دره کونړ په ولسوالیو کې راپور شوي دي.

په ورته وخت کې، د ننګرهار د والي د رسنیو دفتر ویلي چې په دې زلزله کې په دې ولایت کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

راپورونه دا دي چې په دې زلزله کې په لغمان ولایت کې هم لسګونه کسان ټپیان شوي دي.

ویل شوي چې دا شمېره وروستۍ نه ده او د تلفاتو د زیاتوالي امکان شته.

د طالبانو د ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد هم په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي چې له بده مرغه تېره شپه په ځینو ختیځو ولایتونو کې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

سیمه ییز چارواکي او خلک اوس مهال د ټپیانو د ژغورنې هڅه کوي.

طالبانو ویلي چې د مرکز او نږدې ولایتونو څخه د مرستې ټیمونه هم په لاره دي او د خلکو د ژغورنې لپاره به له ټولو شته اسانتیاوو څخه کار واخیستل شي.

د دې زلزلې شدت په کابل کې احساس شو.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي