د ننګرهار ولایت سرچینو اعلان کړی چې په دې ولایت کې د یوې کورنۍ اووه غړي وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولایت سیمه ییزو سرچینو د چهارشنبې په سهار (د زمري ۲۹ مه) آمو ته وویل چې په دې ولایت کې د یوې کورنۍ اووه غړي، چې پنځه ماشومان، یوه مور او یو نیکه پکې شامل دي، وژل شوي دي.
دا پیښه تیره شپه د سرخ رود په ولسوالۍ کې رامنځته شوه او د نامعلومو وسله والو لخوا ترسره شوه.
قربانیان په چړو وهل شوي او د کورنۍ پلار بهر دی.
د وژنو انګېزه لا نه ده مشخص شوې او هیڅ ډلې مسؤلیت نه دی منلی.
طالبانو تر اوسه د پیښې په اړه تبصره نه ده کړې.
جمهورخبري آژانس