د هرات ولایت ګذرې ولسوالۍ کې یوې ترافیکي پېښې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۷۴ تنو ژوند اخیستی، چې د دغه پېښې ډېری قربانیان له ایران څخه رایستل شوې ګډوالې کورنۍ دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه خونړۍ ترافیکي پېښه د سه شنبې په شپه (د زمري ۲۸ مه) د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په حلقوي سړک د هرات- کندهار پر لویه لار رامنځ ته شوې ده.
سیمه ییز طالب چارواکي تاییدوي، چې یاده پېښه د یو مازدا موټر او موټر سایکل سره د یوه مسافر وړونکي ۵۸۰ بس موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوې او وروسته بس موټر اور اخیستی دی.
د وروستیو شمېرو له مخې په دې ترافیکي پېښه کې ۱۷ ماشومانو، د مازدا موټر د دوه سورلیو او یو موټر سایکل چلوونکي ژوند له لاسه ورکړی او درې تنه نور ټپيان شوي دي.
د یادې ترافیکي پېښې ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي، چې روغتیايي حالت یې نازک ښودل شوی دی.
ویل کېږي د مسافر وړونکي موټر ټول سپاره کسان د ښځو او ماشومانو په ګډون په اور کې سوځېدلي، په داسې توګه چې جسدونه یې د پېژندلو وړ نه دي.
د یادې ترافیکي پېښې د رامنځ ته کېدو لامل د مسافر وړونکي موټر له حده زیات ګړندیتوب او د موټر چلوونکي بې پروايي ښودل شوې ده.
جمهورخبري آژانس