۰

افغانستان اوس مهال د خپلې اړتیا وړ اوړو ۶۰ سلنه په کور دننه تولیدوي

دوشنبه ۲۷ اسد ۱۴۰۴ ساعت ۱۲:۱۱
د طالبانو اقتصادي مرستیالۍ اعلان وکړ چې افغانستان اوس مهال د خپلې اړتیا وړ اوړو ۶۰ سلنه په کور دننه تولیدوي.
افغانستان اوس مهال د خپلې اړتیا وړ اوړو ۶۰ سلنه په کور دننه تولیدوي
د طالبانو اقتصادي مرستیالۍ اعلان وکړ چې افغانستان اوس مهال د خپلې اړتیا وړ اوړو ۶۰ سلنه په کور دننه تولیدوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، د طالبانو د اقتصادي مرستیال رسنیو دفتر نن دوشنبې  (د زمري ۲۷ مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې افغانستان اوس مهال د خپلې اړتیا وړ اوړو ۶۰ سلنه په کور دننه تولیدوي.

په اعلامیه کې زیاته شوې: افغانستان په کال کې شاوخوا ۶ میلیونه ټنه اوړو ته اړتیا لري او دا مهال ۳.۵ میلیونه ټنه اوړه په کور دننه تولیدیږي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې اوس مهال په هیواد کې د اوړو ۲۰۰ فابریکې فعالیت کوي او یو ملیون ټنه اوړه د دې ۲۰۰ فابریکو لخوا او پاتې نور یې د سیمه ایزو کارخانو لخوا تولیدیږي.

په دې فابریکو کې شاوخوا ۱۵۰ ملیون ډالر پانګونه شوې او ۲۵۰۰ کسان په دایمي توګه په کار بوخت دي.

طالبانو ویلي چې د طالبانو امارت د دې سکتور د پیاوړتیا او ملاتړ لپاره له بهر څخه د غنمو په وارداتو تعرفه کمه کړې ده. له هېواد څخه د غنمو قاچاق یې بند کړی دی او هر کال د غنمو د حاصلاتو په موسم کې، له بزګرانو څخه اضافي غنم په مناسب قیمت اخلي او د امارت په سیلو او زیرمو کې یې ذخیره کوي او د اړتیا په وخت کې یې بازار ته عرضه کوي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي