۰

دوجاریک: د افغانستان نیمایي نفوس حیاتي مرستو ته اړتیا لري

شنبی ۲۵ اسد ۱۴۰۴ ساعت ۱۳:۵۰
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند وايي چې په افغانستان کې د طالبانو د څلور کلنې واکمنۍ وروسته، د هیواد نیمایي نفوس حیاتي مرستو ته اړتیا لري.
دوجاریک: د افغانستان نیمایي نفوس حیاتي مرستو ته اړتیا لري
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند وايي چې په افغانستان کې د طالبانو د څلور کلنې واکمنۍ وروسته، د هیواد نیمایي نفوس حیاتي مرستو ته اړتیا لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک نن شنبې (د زمري اسد ۲۵مه) اعلان وکړ چې په افغانستان کې د طالبانو د څلور کلنې واکمنۍ وروسته، د هیواد نیمایي نفوس حیاتي مرستو ته اړتیا لري.

د طالبانو محدودیتونو ته په اشارې سره، هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې نجونې او ښځې زیان منونکې دي.

هغه وویل چې د طالبانو ادارې یو لړ محدودیتي پالیسۍ پلي کړې دي چې ښځې او نجونې یې له زده کړې، کاري ځواک او عامه ژوند څخه محرومې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند د ښځو او نجونو لپاره بشري مرستې د حل یوه لاره وبلله.

دوجاریک د خپلې وینا په یوه بله برخه کې وویل چې اړتیاوې افغانستان ته د راستنیدونکو د زیاتیدونکي شمیر سره مخ په زیاتیدو دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د روان کال له پیل راهیسې ۱.۷ ملیون افغان اتباع له ایران او پاکستان څخه هیواد ته راستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند وايي چې ډیری راستنیدونکي د ځایی ټولنو سره محدود تماس لري او د سرپناه او اقتصادي فرصتونو موندلو لپاره مبارزه کوي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي