د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر او په کابل کې د جاپان سفیر د دوه اړخیزو اړیکو او همکارۍ پر پراختیا ټینګار وکړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن پنشنبې (د زمري ۲۳ مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د وزارت د مالیې او ادارې مرستیال وزیر محمد نعیم د جاپان له سفیر تاکایوشي کوراما سره د خدای پاماني لیدنه وکړه.
محمد نعیم د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو تاریخي اهمیت ته اشاره وکړه او د اقتصادي، امنیتي او کلتوري همکاریو پر پراختیا یې ټینګار وکړ.
هغه د افغانستان د ثبات، د مخدره توکو د کښت او قاچاق مخنیوي، د فساد له منځه وړلو او د زیربنایي پروژو د پلي کولو په اړه معلومات ورکړل او له نړیوالې ټولنې څخه یې د مثبت تفاهم غوښتنه وکړه.
طالبانو ادعا وکړه چې په اړیکو کې پرمختګ یوازې هغه وخت ترلاسه کیدی شي کله چې دواړه خواوې د یو بل ګټې، ستونزې او اړتیاوې په سمه توګه درک کړي.
د جاپان سفیر وویل چې د هغه هیواد به د افغانستان له خلکو سره خپلې مرستې ته دوام ورکړي.
دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو او همکارۍ پر پراختیا او دوام ټینګار وکړ.
جمهورخبري آژانس