د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د قرغزستان په اقتصادي فورم کې د دې وزارت د سرپرست وزیر د ګډون اعلان وکړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن پنشنبې (د زمري ۲۳ مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د دې وزارت سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د قرغزستان په جمهوریت کې د اقتصادي فورم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د دې فورم د پرانیستې په څنډه کې، د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر په قرغزستان کې د جوړ شوي نندارتون څخه هم لیدنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر درې ورځې وړاندې په دې فورم کې د ګډون لپاره قرغزستان ته تللی و.
جمهورخبري آژانس