۰

په خوست او پکتیا ولایتونو کې دوه کسان په وهلو ټکولو ووژل شول

چهارشنبه ۲۲ اسد ۱۴۰۴ ساعت ۱۵:۳۳
د طالبانو سترې محکمې اعلان وکړ چې دې ډلې په خوست او پکتیا ولایتونو کې دوه کسان په دورو وهلي دي.
په خوست او پکتیا ولایتونو کې دوه کسان په وهلو ټکولو ووژل شول
د طالبانو سترې محکمې اعلان وکړ چې دې ډلې په خوست او پکتیا ولایتونو کې دوه کسان په دورو وهلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو سترې محکمې نن چهارشنبې  (د زمري ۲۲ مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې دې ډلې په خوست او پکتیا ولایتونو کې دوه کسان په عام محضر کې به دورو وهلي دي.

زیاته شوه چې دا کسان له ۳۰ څخه تر ۳۹ ځله وهل شوي او له ۱ څخه تر ۳ کلونو پورې په بند محکوم شوي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې طالبانو په عام محضر کې د خلکو په دورو د وهلو اعلان کوي. تر اوسه پورې طالبانو د بادغیس، غور او فراه په ګډون په مختلفو ولایتونو کې په عام محضر کې څو کسان اعدام کړي او په دورو یې وهلي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په خپل وروستي درې میاشتني راپور کې ویلي چې طالبانو په عام محضر کې د خلکو مجازاتو ته دوام ورکړی او په اوونیز ډول یې ټولټان د ۱۸۵ نارینه، ۴۸ ښځې او یو ماشوم په ګډون ۲۳۴ تنه په دورو وهلي دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي