۰

لوېدیځو هېوانو ته د طالبانو زارۍ: ډیپلوماتیک ماموریتونه موږ ته وسپارئ

سی شنبه ۲۱ اسد ۱۴۰۴ ساعت ۱۳:۱۰
په قطر کې د طالبانو د سفارت مشر له لویدیځو هیوادونو څخه غوښتي چې د افغانستان ډیپلوماتیک ماموریتونه دې ډلې ته وسپاري.
لوېدیځو هېوانو ته د طالبانو زارۍ: ډیپلوماتیک ماموریتونه موږ ته وسپارئ
په قطر کې د طالبانو د سفارت مشر له لویدیځو هیوادونو څخه غوښتي چې د افغانستان ډیپلوماتیک ماموریتونه دې ډلې ته وسپاري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، په قطر کې د طالبانو د سفارت مشر سهیل شاهین له لویدیځو هیوادونو څخه غوښتي چې د افغانستان د سفارتونو او ډیپلوماتیک ماموریتونو بشپړ واک د طالبانو حکومت ته وسپاري ترڅو د دوی بهرني فعالیتونه بیا پیل شي.

نوموړي ویلي، موږ په 40 څخه زیاتو هیوادونو کې ډیپلوماتان لرو او موږ غوښتنه کوو چې سفارتونه دې امارت ته وسپارل شي ترڅو قونسلګري خدمات وړاندې کړي. په سلګونو زره افغانان په متحده ایالاتو او اروپایي هیوادونو کې ژوند کوي، او فعال ماموریتونه کولی شي ټول اړین خدمات تضمین کړي.

هغه د ډلې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي باندې د لګول شویو محدودیتونو په اړه هم زیاته کړه چې د متقي د تګ راتګ بشپړ آزادي باید تضمین شي ترڅو هغه وکولی شي له نړیوالې ټولنې سره اړیکه ونیسي او د ستونزو د حل لپاره کار وکړي.

ملګرو ملتونو پخوا په موقت ډول بندیز لرې کړی و، خو اوس دا بندیزونه بیا لګول شوي دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي