د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ چې د وزارت سرپرست په یوه اقتصادي غونډه کې د ګډون لپاره قرغزستان ته تللی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن دوشنبې (د زمري ۲۰ مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د یوه پلاوي په مشرۍ په یوه اقتصادي غونډه کې د ګډون لپاره قرغزستان ته تللی دی.
دا سفر د قرغزستان جمهوریت په رسمي بلنه ترسره شوی او ټاکل شوې ده چې د طالبانو پلاوی دوه اړخیزې غونډې وکړي؛ او د پروګرام په یوه ځانګړې غونډه (پینل) کې وینا وکړي.
طالبانو وویل چې دا غونډه د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو په اړه د هیوادونو د استازو ترمنځ د بحثونو او نظرونو تبادلې لپاره یو فرصت دی.
جمهورخبري آژانس