د مخکني حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح وايي، د دوحې تړون یو شرمناک سند دی چې د امریکا د ګټو سره سم د طالبانو د استخدام شرایط تشریح کوي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې، د جمهوریت لومړي مرستیال امرالله صالح نن دوشنبې (د زمري ۲۰ مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي: د دوحې تړون محرم او پټ ضمیمې د امریکا د ګټو سره سم د طالبانو د استخدام شرایط تشریح کوي.
هغه د یوې پوښتنې په کولو سره ټینګار وکړ چې که دا قضیه نه وي، نو ولې یې کاپي نه خپریږي؟
د امرالله صالح په وینا، دا شرمناک سند د طالبانو د پښو او غاړې شاوخوا د رسۍ په څیر دی او امریکا ته دا وړتیا ورکوي چې د مالګین اوبو له هاخوا څخه دوی کنټرول کړي.
جمهورخبري آژانس