په بادغیس ولایت کې ځایي طالبانو د یوې خیریه موسسې لخوا په دې ولایت کې ۹۰۰ اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو ویش اعلان کړ.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې بادغیس ولایت د والي ویاند رحم الدین رحیمي نن دوشنبې (د زمري ۲۰ مه) وویل چې د OMA خیریه دفتر د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره په همکارۍ د ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۹۰۰ اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته ویشلې ده.
هغه زیاته کړه: په دې مرستو کې اوړه، وريجې، غوړي، بوره، لوبیا او دال شامل دي او د شهیدانو وارثانو او معلولینو، یتیمانو، کونډو او بې وزلو کورنیو ته ویشل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۲۵ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
جمهورخبري آژانس