د طالبانو ویاند وايي، د جمهوري دورې په جریان کې د بشري حقونو څو قوانین په محکمو کې اضافه شوي وو، خو کله چې دوی واک ته ورسېدل دا قوانین یې لرې کړل.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن یکشنبې (د زمري ۱۹مه) وویل چې په یوه هیواد کې اساسي قانون سیاسي اړخ لري او د طالبانو امارت د اسلامي شریعت پر بنسټ حکومتي فعالیتونه ترسره کوي.
هغه وویل چې افغان حکومت له قانوني خلا سره مخ نه دی.
مجاهد زیاته کړې، د طالبانو امارت په محکمو کې پریکړې د فقهي قوانینو پر بنسټ کیږي، او د ډلې د امارت د واکمنۍ سره، فقهي قوانین د پخوا په پرتله ډیر پیاوړي شوي دي.
هغه زیاته کړه چې کله زمینه برابره شي نو د افغانستان په اساسي قانون به هم کار وشي.
د روسیې لخوا د طالبانو امارت په رسمیت پیژندلو ته په اشارې سره، هغه له نورو هیوادونو وغوښتل چې ورته ګامونه پورته کړي.
جمهورخبري آژانس