د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پکتیا ولایت څخه د ګڼ شمېر وسلو او مهماتو کشف او ضبط اعلان کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن یکشنبې (د زمري ۱۹مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د پکتیا ولایت څخه ګڼ شمېر وسلې او مهمات کشف او ضبط شوي دي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د پکتیا ولایت د پولیسو د قوماندانۍ د ترهګرۍ ضد پولیسو د دې ولایت د څمکنیو او احمد خیلو ولسوالیو څخه ۱۴ وسلې او یو شمېر مهمات کشف او ضبط کړي دي چې په غیرقانوني ډول ساتل کېدل.
کشف شوې وسلې او مهمات د قانوني پروسیجرونو له ترسره کولو وروسته د طالبانو د دایک مرستیال دفتر ته وسپارل شول.
په یوه جلا اعلامیه کې، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د کابل ولایت څخه د ۱۰ کیلوګرامه شیشې کشف او ضبط هم اعلان کړ.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د وزارت د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال دفتر کشفي پولیسو د کابل ښار له شاوخوا سیمو څخه په یوه ځای کې ۳ کسان د ۱۰ کیلوګرامه شیشې سره نیولي دي.
جمهورخبري آژانس