۰

طالبانو د ۱۲ هېوادونو سوداګرو ته په افغانستان کې د پانګونې بلنه ورکړې ده

چهارشنبه ۱۵ اسد ۱۴۰۴ ساعت ۱۰:۰۶
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مشر د ۱۲ هېوادونو سوداګرو او پانګوالو ته په افغانستان کې د پانګونې بلنه ورکړې ده.
طالبانو د ۱۲ هېوادونو سوداګرو ته په افغانستان کې د پانګونې بلنه ورکړې ده
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مشر د ۱۲ هېوادونو سوداګرو او پانګوالو ته په افغانستان کې د پانګونې بلنه ورکړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت تېره شپه ناوخته (د زمري ۱۴مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې وزارت مشر نورالدین عزیزي په کابل کې د ترکیې، قطر، بحرین، فلسطین، یمن، عمان، اردن، جیبوتي، ایتوپیا، سومالیا، مالیزیا او هند له یو شمېر دیني عالمانو، سوداګرو او پانګوالو سره ولیدل.

عزیزي وویل چې موږ د ځمکې پر مخ د بل هر انسان په څېر نه یو او زموږ یوازینۍ موخه د الله سبحانه وتعالی په ځمکه کې د قانون او الهي شریعت پلي کول دي.
ش
په افغانستان کې د پانګونې د اسانتیا او د کار او فعالیت د شتون په اړه د خبرو پر مهال، د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د مختلفو هېوادونو سوداګرو او پانګوالو سره د خپلې هر اړخیزې همکارۍ اعلان وکړ او له هغوی یې وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي