د طالبانو د حج او اوقافو وزارت مشر اعلان کړی چې دا ډله به د حاجیانو پاتې پیسې بیرته ورکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست وزیر نور محمد ثاقب نن سې شنبې (د زمري ۱۴مه) د وزارت د یو کلنو لاسته راوړنو په اړه په یوه پروګرام کې وویل چې د سږ کال د حج ټول لګښت له ۸ ملیارد او ۱۶۳ ملیون او ۳۱۲ زره افغانیو څخه زیات و.
طالبانو وویل چې له دې مقدار څخه له ۱۱۵ ملیون څخه ډیرې افغانۍ اضافه شوي دي او نږدې ۴ زره افغانۍ به بیا هر حاجی ته ورکړل شي.
هغه له حاجیانو وغوښتل چې د خپلو پیسو ترلاسه کولو لپاره د ارشاد، حج او اوقافو وزارت یا ولایتي څانګو ته لاړ شي.
جمهورخبري آژانس