د ترکمنستان د ریل پټلۍ پلاوي مشر په هرات کې د طالبانو له والي سره وکتل او ویې ویل چې د تورغونډۍ بندر پراختیا پروژه به ډېر ژر پیل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هرات د والي د رسنیو دفتر نن سې شنبې (د زمري ۱۴مه) په یوه بیان کې وویل چې د ترکمنستان د ریل پټلۍ پلاوي، چې مشري یې د هېواد د ریل پټلۍ ادارې د ګډو سټاک شرکتونو اجرایوي رییس سردار قربانوف کوله، د هرات له والي اسلام جار سره په کتنه کې د تورغونډۍ بندر پراختیا او د بندر د هنګرونو د جوړولو په اړه بحث وکړ او اعلان یې وکړ چې ډېر ژر به د تورغونډۍ بندر د هنګرونو جوړول پیل کړي.
هغه زیاته کړه: په دې پروژه کې ټول کارګران به افغان اتباع وي او د دې پروژې د کار د اسانتیا لپاره یې د سیمه ییزې ادارې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
اسلام جار د دې پروژې د پیل هرکلی وکړ او د ترکمن پلاوي ته یې ډاډ ورکړ چې سیمه ییزه اداره به د دې پروژې په پلي کولو کې بشپړه همکاري وکړي.
د هرات والي د افغان کارګرانو د کارموندنې خبر ښه وباله او ژمنه یې وکړه چې د ترکمن کارګرانو لپاره د ویزو د صادرولو په برخه کې به هم اړینې اسانتیاوې برابرې شي.
جمهورخبري آژانس