۰

طالبانو بې محرمه ښځې د کور له کرایه کولو منع کړې دي

سی شنبه ۱۴ اسد ۱۴۰۴ ساعت ۱۱:۰۸
ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړ ، چې طالبانو د راستنېدونکو کډوالو زرګونه بې سرپرسته مېرمنې د کورونو د کرایه کولو څخه منع کړې دي.
طالبانو بې محرمه ښځې د کور له کرایه کولو منع کړې دي
ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړ ، چې طالبانو د راستنېدونکو کډوالو زرګونه بې سرپرسته مېرمنې د کورونو د کرایه کولو څخه منع کړې دي.

د جمهور  اژانس د خبر له مخې، د برتانوي ورځپاڼې ګارډین نن سه شنبې(د زمري۱۴مه) راپور ورکړ چې زرګونه افغانې ښځې چې له ایران څخه له شړلو وروسته هیواد ته راستنې شوې دي د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د شرعي محرم نه درلودو له امله نه شي کولي کورونه په کرایه ونیسي.

د راپور له مخې، دا ښځې، چې ډیری وختونه د کورنیو مشرانې وي، د سیستماتیک تبعیض، سختې بې وزلۍ، د خدماتو او سرپناه نشتوالي او پراخو ټولنیزو فشارونو سره مخ دي.

ګارډین لیکلي: ځینې دا ښځې، چې د کورني تاوتریخوالي یا جبري ودونو له امله په ایران کې پناه اخیستې وه، افغانستان ته له راستنیدو وروسته بیا ورته ګواښونو سره مخ کیږي.

راپور وايي چې دوی اوس نه یوازې له قانوني خوندیتوب څخه محرومې دي، بلکې حتی د ژوند تر ټولو اساسي اړتیاوې هم نشي پوره کولی.

ګارډین لیکي چې د طالبانو ډله ښځو ته اجازه نه ورکوي چې له محرم پرته په خپلواکه توګه ژوند وکړي، چې له امله یې ډیری یې په لنډمهاله کمپونو یا ویجاړو او ناامنه کورونو کې پناه اخیستې ده.

د راپور له مخې، په ځینو مواردو کې، ښځې اړ شوي چې خپل هویت پټ کړي یا د ژوندي پاتې کیدو لپاره په پټه کار وکړي.

راپور وايي چې سږکال شاوخوا ۱۵۳۰۰۰ ښځې له ایران څخه ایستل شوي دي، چې ډیری یې نارینه سرپرست نلري.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي