د طالبانو د بریښنا شرکت د کجکي-موسی کلا د لیږد مزي غځولو اعلان د ۱۱۳ ملیون افغانیو په لګښت وکړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د بریښنا شرکت تیره شپه (د زمري ۱۳مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د کجکي د بریښنا فابریکې څخه د هلمند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ ته د لیږد مزي غځولو پروسه چې ۳۷.۵ کیلومتره اوږدوالی لري، د شرکت له بودیجې څخه د ۱۱۳ ملیون افغانیو په لګښت پیل شوې ده.
په دې پروژه کې د لاین لیږد او د ۷۴۵ ستنو او نورو تخنیکي تجهیزاتو نصب کول شامل دي، چې په بشپړیدو سره به یې د موسی کلا ولسوالۍ زرګونه اوسیدونکو ته بریښنا برابره شي.
جمهورخبري آژانس