په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) ټینګار کوي چې افغان میندې باید په هر وخت او ځای کې د مور په شیدو تغذیه کولو لپاره اړین ملاتړ ولري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت د رسنیو دفتر نن یکشنبې (د زمري ۱۲مه) د مور په شیدو د نړیوالې اونۍ په مناسبت په یوه بیان کې وویل چې افغان میندې باید په هر وخت او ځای کې د مور په شیدو تغذیه کولو لپاره اړین ملاتړ ولري.
په بیان کې ویل شوي چې د مور په شیدو د نړیوالې اونۍ په مناسبت، یونیسف افغانستان په ویاړ سره د میندو سره ولاړ دی او د هر ماشوم لپاره د سالم او ځواکمن راتلونکي د بنسټ په توګه د مور په شیدو تغذیه ملاتړ کوي.
یوناما ټینګار وکړ چې د مور په شیدو تغذیه د ماشومانو لپاره د خطرناکو ناروغیو په وړاندې غوره ډال دی.
جمهورخبري آژانس