د طالبانو د اقتصادي چارو مرستیال له یوه ملي پانګوال او سوداګر میرویس عزیزي سره ولیدل او ادعا یې وکړه چې اوس مهال په هیواد کې د پانګونې لپاره مناسب چاپیریال برابر شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د اقتصادي چارو مرستیال وزیر مطبوعاتي دفتر نن شنبې (د زمري ۱۱مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې ملا عبدالغني برادر په کابل کې له یوه ملي پانګوال او سوداګر میرویس عزیزي سره ولیدل.
ملا برادر په هیواد کې د ۱۰،۰۰۰ میګاواټه بریښنا تولید لپاره د عزیزي انرژۍ شرکت لخوا د ۱۰ ملیارد ډالرو پانګونې هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د طالبانو امارت به د دې پروژې بشپړ ملاتړ وکړي.
طالبانو ادعا وکړه چې اوس مهال په هیواد کې د پانګونې لپاره مناسب چاپیریال برابر شوی او د ډلې د غیر حاضر مشر د امر پر بنسټ، پانګوالو او سوداګرو ته اړینې اسانتیاوې برابرې شوې دي او کورنیو تولیداتو ته لومړیتوب ورکړل شوی دی.
د عزیزي انرژۍ شرکت مشر میرویس عزیزي وویل چې د لسیزو جګړو او ناامنیو وروسته، اوس د هیواد د بیارغونې لپاره یو ښه فرصت برابر شوی او هغه له دې فرصت څخه ګټه پورته کړې او په هیواد کې یې د لس زره میګاواټه بریښنا تولید لپاره پانګونه پیل کړې ده. دا پروژه به د هیواد صنعت او کرنه وده وکړي او د هیوادوالو لپاره به ډیری کاري فرصتونه برابر کړي.
عزیزي وویل چې د دې پانګونې او پروژو د اغیزمن پلي کولو لپاره، هغه به د اړوندو وزارتونو له چارواکو سره منظمې غونډې وکړي.
هغه دا هم وویل چې سربیره پردې، هغه چمتو دی چې ډیر ژر په کابل کې د سرطان ناروغیو د درملنې لپاره د ټولو اړینو معیارونو سره سم د روغتون د جوړولو کار پیل کړي.
جمهورخبري آژانس