د اتلانتیک شورا په یوه مقاله کې وايي، د خلیج همکارۍ شورا له خوا د طالبانو د پیژندلو مسله ناشونې ښکاري.
د جمهور خبري اژانس د خبر له مخې، د اتلانتیک شورا نن شنبې(د زمري ۱۱مه) په یوه مقاله کې لیکلي چې که څه هم د خلیج همکارۍ شورا د غړو لخوا د طالبانو په رسمیت پیژندل اوس مهال ناشونې ښکاري، د روسیې وروستي اقدام ډیپلوماتیک فضا بدله کړې ده.
شورا وویل چې د مسکو پریکړه به احتمالاً د طالبانو د نړیوالې انزوا کمولو کې مرسته وکړي او د روسیې سره تړلي هیوادونه وهڅوي چې دا تعقیب کړي.
په مقاله کې د متحده عربي اماراتو د طالبانو سره اړیکو ته اشاره شوې او ویل شوي چې هیواد په افغانستان کې د طالبانو له بیرته واک ته رسیدو وروسته له دې ډلې سره پراخ تعاملات درلودل.
په مقاله کې د افغانستان د هوایی ډګرونو په اداره کولو، کابل ته د منظمو الوتنو په جوړولو او د هیواد د ننګونو د کمولو لپاره د بشري مرستو لیږلو کې د متحده عربي اماراتو رول ته اشاره شوې ده.
سعودي عربستان، متحده عربي امارات، قطر، کویت، بحرین او عمان د خلیج همکارۍ شورا غړي دي، او د دې هیوادونو څخه هیڅ یو یې تر اوسه د طالبانو حکومت نه دی پیژندلی.
جمهورخبري آژانس