د پنجشیر ولایت د یو اوسیدونکی کورنۍ تایید کړې چې د دوی د کورنۍ یو غړی په ولایت کې په ډزو وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، د پنجشیر ولایت د حصه اول ولسوالۍ د اوسیدونکي سمیع الله کورنۍ تیره شپه (د زمري ۱۰ مه) تایید کړه چې هغه د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې د نامعلومو وسله والو لخوا په ډزو وژل شوی دی.
بریدګرو، چې د طالبانو جامې یې اغوستې وې، هغه ځوان په داسې حال کې په نښه کړ چې هغه خپل شخصي کاروبار کاوه او بیا له سیمې وتښتېدل.
د سمیع الله کورنۍ وايي چې هغه له هیچا سره دښمني نه درلوده او د وژنې انګېزه دوی ته معلومه نه ده. دوی د مسؤلو ادارو لخوا د دې قضیې جدي څېړنه غواړي.
دا پیښه په داسې وخت کې رامنځته کیږي چې په دې وروستیو ورځو کې د پنجشیر ولایت څو اوسیدونکي په کابل کې د نامعلومو وسله والو یا طالب ځواکونو لخوا په نښه شوي دي.
د دې ولایت یو ځوان لوبغاړی هم پرون په کابل کې په مرموز ډول مړ شو.
جمهورخبري آژانس