د طالبانو د خیر هڅونې او بدۍ مخنیوي وزارت اعلان وکړ چې دې ډلې په زابل ولایت کې د یوې ښځې د شپږ کلن ماشوم سره د جبري واده مخه نیولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د امربالمعروف وزارت نن چهارشنبه (د زمري ۸مه) په یوه بیان کې وویل چې د وزارت محتسبانو په زابل ولایت کې د یوې ښځې د جبري واده مخه نیولې ده.
د زابل ولایت محتسبانو وویل چې د ځوانې ښځې د میړه کورنۍ - چې میړه یې د واده له مراسمو دمخه مړ شوی و - د ناوړه دودونو پر بنسټ پلان درلود چې د هغې له رضایت پرته د یوې شپږ کلن ماشوم سره واده وکړي. .
محتسبانو د ولایت په نوبهار، ارغنداب او اتغر ولسوالیو کې درې نورې میرمنې هم د کورني تاوتریخوالي څخه ژغورلي دي.
جمهورخبري آژانس