۰

طالبان د امیر خان متقي په غونډه کې د ښځینه خبریالانو غږونه سانسور کړل

چهارشنبه ۱ اسد ۱۴۰۴ ساعت ۱۵:۲۹
طالبانو د دې ډلې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي په غونډه کې د ښځینه خبریالانو غږونه په دې دلیل چې د هغوی غږ عورت دی سانسور کړل.
طالبان د امیر خان متقي په غونډه کې د ښځینه خبریالانو غږونه سانسور کړل
طالبانو د دې ډلې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي په غونډه کې د ښځینه خبریالانو غږونه په دې دلیل چې د هغوی غږ عورت دی سانسور کړل.

د جمهور آزانس د خبر له مخې د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون نن چهارشنبه (د زمري اوله)، د هغو ښځینه خبریالانو غږونه سانسور کړل چې د ډلې د سرپرست مشر مولوي امیر خان متقي په غونډه کې یې له متقي څخه پوښتنې کولې.

د غونډې په جریان کې، دوو ښځینه خبریالانو له امیر خان متقي څخه پوښتنې وکړې، خو د غونډې د ژوندۍ خپرونې په جریان کې د دوی غږونه د ملي تلویزیون لخوا لرې شول.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو د خیر هڅولو او بدۍ منع کولو قانون، چې تیر کال لاسلیک شو، د ښځو غږ شخصي برخې بولي.

د طالبانو د واکمنۍ سره، ښځې او نجونې له کار او زده کړې څخه محرومې شوې، او ډله په سیاسي، نظامي او ټولنیزو فعالیتونو کې د ښځو ګډون حرام ګڼي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي