د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د قونسلګرۍ څانګې مشر وايي، دا ډله به د جرمني په بن کې د پاسپورټ چاپ مرکز فعال کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د قونسلګرۍ چارو مشر محمد شعیب بریالي نن چهارشنبه (د زمري اوله) د وزارت د یو کلنو لاسته راوړنو په غونډه کې وویل چې د جرمني په بن کې به د افغان پاسپورټ چاپ مرکز ډېر ژر فعال شي.
په اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو ته په خطاب کې هغه وویل چې که دوی پاسپورټ ته اړتیا ولري، نو کولی شي په بن کې د افغانستان قونسلګرۍ ته مراجعه وکړي.
د یادونې وړ ده چې جرمني په دې وروستیو کې په خپله خاوره کې د افغانستان د سفارت او قونسلګرۍ د اداري چارو د ترسره کولو لپاره دوه طالب ډیپلوماتان منلي دي.
جمهورخبري آژانس