د طالبانو مرکزي بانک اعلان وکړ چې د اتباعو د ډالرو له حسابونو څخه یې د اونۍ د ایستلو حد له ۲۰۰۰ ډالرو څخه ۵۰۰۰ ډالرو ته لوړ کړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو مرکزي بانک نن دوشنبې (د چنګاښ ۳۰ مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې بانک اوس د ډالرو له حسابونو څخه د اونۍ د ایستلو اندازه له ۲۰۰۰ ډالرو څخه ۵۰۰۰ ډالرو ته لوړه کړې ده.
طالبانو وویل چې د دې پریکړو موخه د هیواد د اتباعو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول دي.
د یادونې وړ ده چې په افغانستان باندې د طالبانو د واکمنۍ سره، د بانکي حسابونو څخه د اسعارو ایستلو باندې محدودیتونه ولګول شول.
جمهورخبري آژانس