د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په ننګرهار ولایت کې د نشه يي توکو ۹ قاچاق وړونکي نیولي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن دوشنبې (د چنګاښ ۳۰ مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د ننګرهار ولایت د پولیسو د قوماندانۍ د مخدره توکو سره د مبارزې پولیسو د جلال آباد ښار او د ولایت د نازیانو او دوربابا ولسوالیو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې د مخدره توکو د پلور او قاچاق په تړاو ۹ کسان نیولي دي.
له نیول شویو کسانو څخه ۲۰ کیلوګرامه چرس، ۷ کیلوګرامه تریاک، ۲ کیلوګرامه شیشه او ۲۲ لیتره تیزاب نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ سره، په هیواد کې د مخدره توکو کښت او تولید ۳۷ سلنه زیات شوی دی.
جمهورخبري آژانس