۰

افغان ښځینه کرکټران کولی شي په نړیوالو سیالیو کې برخه واخلي

دوشنبه ۳۰ سرطان ۱۴۰۴ ساعت ۱۰:۴۶
د کرکټ نړیوالې شورا په یوه پریکړه کې اعلان کړی چې هغه افغان ښځینه کرکټران چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته له هیواده وتلي دي، په دوو مهمو نړیوالو لوبو کې د ګډون فرصت به ترلاسه کړي.
افغان ښځینه کرکټران کولی شي په نړیوالو سیالیو کې برخه واخلي
د کرکټ نړیوالې شورا په یوه پریکړه کې اعلان کړی چې هغه افغان ښځینه کرکټران چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته له هیواده وتلي دي، په دوو مهمو نړیوالو لوبو کې د ګډون فرصت به ترلاسه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، د کرکټ نړیوالې شورا نن دوشنبې  (د چنګاښ ۳۰ مه) په یوه بیان کې وویل چې شورا په هرارې کې په خپله کلنۍ غونډه کې پریکړه وکړه چې افغان میرمنې به د سږ کال په وروستیو کې په هند او سریلانکا کې د ښځو د پنځوس اوریزو نړیوال جام او په راتلونکي کال کې په انګلستان کې د ښځو د شل اوریزو نړیوال جام کې برخه واخلي.

په بیان کې زیاته شوې: د افغان نژاده بې ځایه شویو ښځینه کرکټرانو د ملاتړ لپاره، دا لوبغاړي به په نړیوالو پیښو، روزنیزو پروګرامونو، کورنیو سیالیو او د مهارتونو د پراختیا نوښتونو کې د ګډون فرصتونه ترلاسه کړي.

دا پلان د کرکټ نړیوالې شورا د مرستیال عمران خواجه په مشرۍ او د سپورت د دریو اصلي کوربه هیوادونو: هند، انګلستان او آسټرالیا په همکارۍ ترسره کیږي.

دوی وویل چې د افغانستان ډیری ښځینه لوبغاړو د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته په آسټرالیا کې پناه اخیستې وه.

دا لومړی ځل دی چې د کرکټ نړیوالې شورا په رسمي ډول د هغو افغان ښځینه لوبغاړو د ملاتړ لپاره یو ځانګړی پروګرام اعلان کړ چې د طالبانو له خوا سخت محدودیتونه پرې لګول شوي دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي