د افغان کډوالو د ژغورنې مرکز مشر په متحده عربي اماراتو کې د افغان کډوالو سره د مرستې لپاره د ډونالډ ټرمپ نوې ژمنه هرکلی کړی او ټینګار یې کړی چې دا ژمنه باید ژر تر ژره په عمل بدله شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، د افغان کډوالو د ژغورنې مرکز مشر شان وان ډایور نن دوشنبې (د چنګاښ ۲۹ مه) په یوه بیان کې د افغان کډوالو سره د مرستې لپاره د ډونالډ ټرمپ نوې ژمنه هرکلی کړې او ویلي یې دي چې دا ژمنه د زرګونو افغان کډوالو لپاره د ژوند او مرګ ترمنځ توپیر دی.
هغه دا ژمنه د هغو افغان کډوالو لپاره یوه مثبته نښه وګڼله چې له کلونو راهیسې د امریکایي ځواکونو سره ولاړ دي او خپل ژوند یې په خطر کې اچولی، خو اوس په یوه ناڅرګند او خطرناک حالت کې ژوند کوي.
د افغان کډوالو د ژغورنې مرکز مشر ټینګار وکړ چې دا ژمنه باید ژر تر ژره په عمل بدله شي او یوازې د رسنیو پیغامونو پورې محدوده نه وي.
هغه د متحده عربي اماراتو، قطر او نورو هیوادونو کې د بشري کمپونو څخه د افغان کډوالو د ساتنې او ایستلو د پروسې د چټکولو غوښتنه وکړه، ویې ویل چې دا مسله یوازې دې سیمو پورې محدوده نه ده، بلکې په زرګونو افغان اتباع د نړۍ په بیلابیلو برخو کې، په شمول د پاکستان، ترکیې، البانیا او افریقا کې له خطر سره مخ دي.
هغه د امریکا له ولسمشر څخه وغوښتل چې د امریکا د کورني امنیت وزارت او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته امر وکړي چې د کډوالو د بیاکتنې او منلو پروسه ګړندۍ کړي او په دریمګړو هیوادونو فشار راوړي چې د کډوالو په خوندي لیږد کې همکاري وکړي.
هغه دا مسله سیاسي مسله نه، بلکې اخلاقي مسؤلیت وباله.
جمهورخبري آژانس