په کابل کې د ایران سفارت د افغانستان او ایران ترمنځ د دوغارون ازاد زون پرانیستل اعلان کړل.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په کابل کې د ایران سفارت نن یکشنبې (د چنګاښ ۲۹ مه) په یوه بیان کې وویل چې د خراسان والي رضوي په مشهد کې د طالبانو له جنرال قونسل سره په لیدنه کې وویل چې د ایران او افغانستان ترمنځ د دوغارون ګډ ازاد زون پرانیستل به د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ توازن ته لار هواره کړي.
هغه وویل چې ایران او افغانستان باید خپلې اقتصادي همکارۍ پراخې کړي.
د یادونې وړ ده چې ایران د طالبانو ډلې سره نږدې اړیکې لري، خو دا ډله نه پیژني.
جمهورخبري آژانس