۰

یوناما د اقلیم د بدلون په نړیوال کنفرانس کې د هیواد څخه د دوو ځوانانو د ګډون ملاتړ کوي

پنجشنبه ۲۶ سرطان ۱۴۰۴ ساعت ۱۴:۴۰
د یوناما استازي اعلان وکړ چې دا اداره به د اقلیم د بدلون په نړیوال کنفرانس (COP30) کې د ځوان نسل په استازیتوب د هیواد څخه د دوو ځوانانو د ګډون ملاتړ وکړي.
یوناما د اقلیم د بدلون په نړیوال کنفرانس کې د هیواد څخه د دوو ځوانانو د ګډون ملاتړ کوي
د یوناما استازي اعلان وکړ چې دا اداره به د اقلیم د بدلون په نړیوال کنفرانس (COP30) کې د ځوان نسل په استازیتوب د هیواد څخه د دوو ځوانانو د ګډون ملاتړ وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو د چاپیریال ساتنې ملي ادارې نن پنشنبې (د چنګاښ ۲۶ مه) اعلان وکړ چې دې ډلې د اقلیم د بدلون په نړیوال کنفرانس (COP30) کې د افغانستان د ګډون لپاره د لارې نقشې دوهمه همغږي غونډه ترسره کړې ده.

دا غونډه په کابل کې د اماراتو د څانګو، ملي ادارو، نړیوالو سازمانونو او د چاپیریال متخصصینو د استازو په ګډون ترسره شوه.

د ملي چاپیریال ساتنې ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص، تیر کال په آذربایجان کې د COP29 په کنفرانس کې د افغان پلاوي د ګډون ننګونې، لاسته راوړنې او تجربې تشریح کړې.

هغه د برازیل په راتلونکي کنفرانس کې د ګډون لپاره د ملي او نړیوالو ادارو په هڅو او چمتووالي ټینګار وکړ او دا چې د طالبانو ډلې فعال ګډون یووالي، تخنیکي همغږۍ او یو متحد ملي غږ ته اړتیا لري ترڅو د اقلیم بدلون په وړاندې د افغانستان د زیان مننې ریښتینی مخ په نړیواله کچه منعکس شي.

د ملي او نړیوالو ادارو استازو د اقلیم بدلون د پایلو او د خلکو په چاپیریال او ټولنیز ژوند باندې د هغې اغیزو په وړاندې د افغانستان د سخت زیان مننې په اړه هم خبرې وکړې.

دوی ټینګار وکړ چې د اقلیم بدلون بحران یو ګډ نړیوال مسؤلیت دی او د افغانستان شتون باید د اغیزمن غږ او قوي محتوا سره مل وي.

پدې غونډه کې، د یوناما دفتر استازي د COP (30) کې د افغانستان د ګډون لپاره د سازمان ملاتړ اعلان کړ او ژمنه یې وکړه چې د دې نړیوال پیښې کې د ځوان نسل استازیتوب لپاره د هیواد د دوو ځوانانو د شتون ملاتړ وکړي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي