د کابل-هرات په لویه لاره کې په یوه خونړۍ ترافیکي پیښه کې ۱۵ کسان مړه او ټپیان شول.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هلمند ولایت د پولیسو د قوماندانۍ ویاند زیلاند حقاني نن چهارشنبې (د چنګاښ ۲۵ مه) وویل: د هلمند ولایت د واشیر ولسوالۍ په شاوخوا کې د دوو مسافر وړونکو موټرو ترمنځ د ټکر له امله ۱۱ کسان مړه او ۴ نور ټپیان شول.
د هغه په وینا، امنیتي ځواکونه سمدلاسه د پیښې ځای ته ورسیدل او ټپیان یې د ۲۱۵ قول اردو په العزم او ګرشک کې روغتیايي مرکزونو ته انتقال کړل، چیرې چې د یو شمیر ټپیانو حالت نازک ښودل شوی دی.
د هیواد په لویو لارو کې د مرګونې ترافیکي پیښو اصلي لاملونه ګړندي تګ، د ترافیکي قوانینو نه مراعات کول او د سړک خرابوالی بلل کیږي.
جمهورخبري آژانس