۰

د ملګرو ملتونو د ګډوالو سازمان په کندهار کې د اوبو کنټرول بند جوړکړ

چهارشنبه ۲۵ سرطان ۱۴۰۴ ساعت ۱۳:۵۹
د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) په کندهار ولایت کې د اوبو کنټرول بند د جوړولو اعلان وکړ.
د ملګرو ملتونو د ګډوالو سازمان په کندهار کې د اوبو کنټرول بند جوړکړ
د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) په کندهار ولایت کې د اوبو کنټرول بند د جوړولو اعلان وکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) نن، چهارشنبه (د چنګاښ ۲۵ مه) په یوه بیان کې وویل چې د اروپایي اتحادیې په ملاتړ، موږ د کندهار ولایت په خاکریز ولسوالۍ کې د اوبو کنټرول بند بشپړ کړی چې د ۱۳۱۰۰۰ متر مکعب څخه زیاتو اوبو ذخیره کولو ظرفیت لري.

په بیان کې ویل شوي چې دا نوښت به په ۱۲ کلیو کې له ۲۵۰۰ څخه زیاتو کورنیو سره مرسته وکړي، اوبو ته لاسرسی ښه کړي او د ځمکې لاندې اوبو بیا چارج کړي، او د سیلابونو خطر کمولو کې به مرسته وکړي.

د یادونې وړ ده چې د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې، د اوبو کمښت او وچکالۍ د افغانستان خلک له ګڼو بحرانونو سره مخ کړي دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي