۰

د قزاقستان او ازبکستان پانګوالو طالبانو ته د برېښنا د تولید پلانونه وړاندې کړل

دوشنبه ۲۳ سرطان ۱۴۰۴ ساعت ۱۰:۱۳
د طالبانو ملکیت برشنا شرکت اعلان وکړ چې د قزاقستان پانګوالو د برېښنا د تولید لپاره خپل پلانونه او وړاندیزونه له دې ډلې سره شریک کړي دي.
د قزاقستان او ازبکستان پانګوالو طالبانو ته د برېښنا د تولید پلانونه وړاندې کړل
د طالبانو ملکیت برشنا شرکت اعلان وکړ چې د قزاقستان پانګوالو د برېښنا د تولید لپاره خپل پلانونه او وړاندیزونه له دې ډلې سره شریک کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو  برشنا شرکت نن دوشنبې (د چنګاښ ۲۳ مه) په یوه بیان کې وویل چې د شرکت اجرایوي رییس عبدالباري عمر د قزاقستان او ازبکستان له پانګوالو سره ولیدل او د برېښنا د تولید په سکتور کې یې د پانګونې په اړه بحث وکړ.

د دې هیوادونو پانګوالو د افغان تخنیکي انجینرانو لپاره د برېښنا د تولید او ظرفیت لوړولو لپاره خپل پلانونه او وړاندیزونه له طالبانو سره شریک کړل او په افغانستان کې یې د پانګونې لپاره خپله لیوالتیا څرګنده کړه.

د برشنا شرکت اجرایوي رییس عبدالباري عمر دغو پانګوالو ته د هر ډول اړینې همکارۍ ډاډ ورکړ او د برېښنا د پانګونې ستراتیژۍ سره سم یې د برېښنا په تولید کې پانګونه غوره انتخاب وباله.

هغه زیاته کړه چې د خپلې پالیسۍ پر بنسټ، برشنا شرکت د نورو ملي او نړیوالو پانګوالو سره هم ګډه او مؤثره همکاري لري.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي