د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مشر ادعا کوي چې د نړیوال پیژندلو لپاره ټول شرایط پوره شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر خیرالله خیرخواه د باختر خبري اژانس ته وویل چې د طالبانو امارت د نړیوال پیژندلو لپاره ټول اړین شرایط پوره کړي دي.
د روسیې د وروستۍ پریکړې په حواله، خیرخواه په نورو هیوادونو غږ وکړ چې سرپرست حکومت په رسمیت وپیژني.
د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ټینګار وکړ چې دا اقدام به د افغانستان اقتصاد پیاوړی کړي او بهرنۍ پانګونه به راجلب کړي.
خیرالله خیرخواه ټینګار وکړ چې د طالبانو امارت بشپړ امنیت ټینګ کړی، د مخدره توکو تولید یې بند کړی او فساد یې له منځه وړی دی.
جمهورخبري آژانس