د افغانستان د آزادۍ جبهې د روسیې لخوا د طالبانو د پیژندلو پریکړه وغندله، او دا یې د افراطیت هڅونه او د منځنۍ آسیا امنیت ته ګواښ وباله.
د جمهور اژانس د راپور له مخې، د افغانستان د آزادۍ جبهې نن جمعه د چنګاښ ۱۳ مه یوه اعلامیه خپره کړه، چې د روسیې لخوا د طالبانو د پیژندلو پریکړه یې "د افغانانو ځورونه" وبلله او خبرداری یې ورکړ چې دا عمل به د القاعدې او داعش په څیر ترهګرې ډلې پیاوړې کړي او په سیمه کې به بې ثباتي خپره کړي.
دې جبهې ټینګار وکړ چې طالبانو د ترهګرۍ او ظلم له لارې واک غصب کړی او افغانستان یې د نړیوال تروریزم په اډه بدل کړی دی.
په اعلامیه کې زیاته شوې چې د نړیوالې سیالۍ له نظره افغانستان ته کتل د تیرو غلطیو تکرار دی، او د طالبانو پیژندل افراطي ډلې هڅوي چې په مرکزي آسیا کې ورته رژیمونه رامینځته کړي.
د آزادۍ جبهې ژمنه کړې چې د عدالت او ډیموکراسۍ د رامنځته کولو لپاره به د طالبانو پر وړاندې خپلې وسله والې او سیاسي مبارزې ته دوام ورکړي.
د یادونې وړ ده چې د پنجشنبې په ورځ، د جولای په ۳مه، روسیې په رسمي ډول د طالبانو رژیم د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت وپیژند. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دا پریکړه "د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره هڅونه" وبلله، په داسې حال کې چې طالبانو دا "یو تاریخي ګام" وباله.
جمهورخبري آژانس