د بدخشان ولایت والي د لاریون کوونکو پر وړاندې د طالبانو د تاوتریخوالي تایید کړی او ویلي یې دي چې د خلکو لاریونونو تاوتریخوالی رامنځته کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بدخشان والي مولوي محمد ایوب خالد د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۱مه) بي بي سي ته تایید کړه چې د دې ډلې پر وړاندې د خلکو لاریونونه او همدارنګه د بې دفاع خلکو پر وړاندې د تاوتریخوالي کړنې روانې دي.
هغه وويل چې د بدخشان ولايت د ځينو ولسواليو د اوسېدونکو له خوا لاريونونه شوي، چې له امله يې په دې ولسواليو کې تاوتريخوالی رامنځته شوی دی.
طالبانو ویلي چې ناکراري کنټرول شوې او امنیتي وضعیت اوس مهال ارام او باثباته دی، او د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه دوام لري.
د یادونې وړ ده چې نن د بدخشان ولایت په خاش ولسوالۍ کې د طالبانو ډلې پر ضد ولسي لاریونونه دریمې ورځې ته داخل شول.
د طالبانو ډلې د بې دفاع لاریون کوونکو پر وړاندې له تاوتریخوالي څخه کار اخیستی، ۶۰ لاریون کوونکي یې ټپیان کړي او ۱۵ نور یې شهیدان کړي دي.
جمهورخبري آژانس