د طالبانو د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس شهابالدین دلاور لوګر ته د سفر په ترڅ کې د محمداغې او ازرې ولسوالیو په شاوخوا ۲۰۰ سېلابځپلو کورنیو بېړنۍ مرستې ووېشلې.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي په دې اړه یوې جوړې شوې غونډې ته ویلي، لوګر کې د وروستیو اورښتونو له امله ګڼشمېر هیوادوالو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي او اړتیا ده چې د حکومت سربېره نړۍوال بنسټونه هم د سېلابځپلو کورنیو لاسنیوی وکړي.
نوموړي ویلي، د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي ریاست له لوري په یوشمېر نورو ولایتونو کې هم د سېلابځپلو کورنیو سروې پيل شوي او ډېر ژر به په یادو کورنیو هم مرستې ووېشل شي.
جمهورخبري آژانس