۰

د حج مراسمو په جریان کې لس افغان حاجیان مړه شول

یکشنبه ۲۵ جوزا ۱۴۰۴ ساعت ۱۷:۱۴
د طالبانو د حج وزارت مشر وویل چې د سږ کال د حج مراسمو په جریان کې لس افغان حاجیان مړه شول.
د حج مراسمو په جریان کې لس افغان حاجیان مړه شول
د طالبانو د حج وزارت مشر وویل چې د سږ کال د حج مراسمو په جریان کې لس افغان حاجیان مړه شول.

د جمهور آزانس د خبر له مخې د طالبانو د حج او اوقافو سرپرست وزیر نور محمد ثاقب د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۵مه) وویل چې د سږ کال د حج مراسمو په جریان کې ۱۰ حاجیان، چې ۴ یې ښځې او ۶ یې نارینه وو، مړه شول.

هغه وویل چې د دې کسانو څخه دوه یې په ترافیکي پیښه کې مړه شول او پاتې نور یې په طبیعي ډول مړه شول.

طالبانو زیاته کړه چې د مړو څخه ۷ یې په مکه کې، ۲ یې په مدینه کې او یو یې په عرفات کې مړ شو او د دوی د کورنیو د رضایت ترلاسه کولو وروسته په سعودي عربستان کې خاورو ته وسپارل شول.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي