۰

د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ به د افغان کډوالو لپاره د سرپناه او عاید تولید کې برخه واخلي

پنجشنبه ۱۵ جوزا ۱۴۰۴ ساعت ۱۷:۰۱
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ مشر وویل چې دوی به د کډوالو لپاره د سرپناه جوړولو او د دوی د عاید تولید کې برخه واخلي.
د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ به د افغان کډوالو لپاره د سرپناه او عاید تولید کې برخه واخلي
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ مشر وویل چې دوی به د کډوالو لپاره د سرپناه جوړولو او د دوی د عاید تولید کې برخه واخلي.

د جمهور آزانس د خبر له مخې د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو وزارت نن پنشنبې (د غبرګولي ۱۵مه) په یوه بیان کې وویل چې د دې وزارت سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر د ملګرو ملتونو د کډوالو لپاره د عالي کمیشنرۍ له مشرې عارفه جمال سره په ګاونډیو هیوادونو کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په اړه خبرې کړې دي.

جمال په دې غونډه کې وویل چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ په افغانستان کې د کډوالو په استوګنځایونو کې د سرپناه جوړولو او عاید تولید کې د ګډون لیوالتیا لري.

مولوي عبدالکبیر د افغان راستنیدونکو لپاره د سرپناه جوړولو په برخه کې د مرستندویه ادارو په همکارۍ ټینګار وکړ او ویې ویل چې د طالبانو امارت هم په دې برخه کې په جدي توګه کار پیل کړی دی.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي