۰

لاوروف: ناټو هڅه کوي بیاځلې افغانستان ته د ننوتو لاره ومومي

دوشنبه ۱۲ جوزا ۱۴۰۴ ساعت ۰۹:۰۵
د روسیې بهرنیو چارو وزیر د اسیا د نړۍوالو سیاسي ګوندونو په غونډه کې یوځل بیا خبرداری ورکړی، چې ناټو افغانستان ته د بیا ستنېدو په هڅه کې ده.
لاوروف: ناټو هڅه کوي بیاځلې افغانستان ته د ننوتو لاره ومومي
د روسیې بهرنیو چارو وزیر د اسیا د نړۍوالو سیاسي ګوندونو په غونډه کې یوځل بیا خبرداری ورکړی، چې ناټو افغانستان ته د بیا ستنېدو په هڅه کې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرګي لاوروف ویلي، ناټو له افغانستانه تر "نامنظم وتلو" وروسته هڅه کوي، چې بېرته دغه هېواد ته ورشي.

د نوموړي په وینا، ناټو هڅه کوي، چې په منځنۍ اسیا کې د مسکو متحدین په لټه کې دي او له هغوی غواړي چې د روسیې او امریکا ترمنځ یوه غوره کړي.

سرګي لاوروف زیاته کړه: «څلور کاله مخکې له افغانستانه د ناټو له شرموونکي وتلو وروسته، دا ائتلاف اوس بیا هڅه کوي، چې د بېرته ننوتو لپاره نوې لارې ومومي. دوی په منځنۍ اسیا کې زموږ دوستان، متحدین او سټراټېژیک شریکان تر فشار لاندې راولي او هڅه کوي خپل جوړ شوی مفهوم یعنې "یا له موږ سره یا له روسیې سره" پر هغوی وتپي.»

دا لومړی ځل نه‌دی، چې روسیه له افغانستان او سیمې ته د ناټو د بیا ستنېدو په تړاو اندېښنه څرګندوي.

تر دې مخکې هم د روسیې د بهرنیو چارو وزیر او د دغه هېواد د بهرنيو استخباراتو مشر افغانستان ته د ناټو د بېرته راستنېدو په تړاو خبرداری ورکړی و.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي