د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت شمېرې ښيي، چې د طالبانو له بیاځلې واکمنېدو وروسته، څه باندې ۵ مېلیونه او ۹۷ زره افغانان له ګاونډیو هېوادونو، هېواد ته راستانه شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاند، عبدالمطلب حقاني، وایي یوازې د روان زیږیز کال په تېرو دوو میاشتو کې ۲۶۸ زره افغانان له ایران، پاکستان او ترکیې ایستل شوي او افغانستان ته ستانه شوي دي.
نوموړي په دې هکله زیاته کړه:«د دغو کسانو له ډلې، ۲ مېلیونه او ۳۸۵ زره او ۱۰۹ تنه مجرد کسان دي، چې له خپلو کورنیو پرته افغانستان ته راستانه شوي دي، چې ټولټال شمېر یې ۵ مېلیونه او ۹۷ زره او ۳۷۳ ته رسېږي.»
له بلې خوا د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ هم ویلي، چې یوازې په تېرو دوو میاشتو کې له ایران او پاکستانه تر ۵۰۰ زرو زیات افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
دا اداره زیاتوي، چې د نړۍوالو مرستو د کمېدو له امله افغانستان له یوه کړکېچ سره مخ شوی او د کډوالو د ستنېدو بهیر باید باعزته، داوطلبانه او په امن شرایطو کې ترسره شي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د راپور په یوه برخه کې راغلي:«یوازې په دوو میاشتو کې ۵۰۰ زره افغانان په زور خپل هېواد ته ستانه کړای شوي دي. ستنېدنې باید خوندي، داوطلبانه او له انساني کرامت سره سمې وي. افغانستان داسې مهال د پرځېدو لور بیول کېږي، چې مرستې ورځ تر بلې کمېږي. اوس له هر بل وخته ډېر ملاتړ اړین دی؛ ځکه چې ستنېدونکي له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دي او هڅه کوي خپل ژوند بېرته ورغوي.»
جمهورخبري آژانس