۰

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د روسیې له سفیر سره وکتل

دوشنبه ۱۲ جوزا ۱۴۰۴ ساعت ۰۸:۵۲
د طالبانو ډلې اعلان وکړ چې د دې ډلې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په کابل کې د روسیې له سفیر سره وکتل او د ډیپلوماټیکې کچې د زیاتوالي په اړه یې خبرې وکړې.
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د روسیې له سفیر سره وکتل
د طالبانو ډلې اعلان وکړ چې د دې ډلې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په کابل کې د روسیې له سفیر سره وکتل او د ډیپلوماټیکې کچې د زیاتوالي په اړه یې خبرې وکړې.

د جمهور اژانس په وینا، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبه (د جون ۱۱مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د دې وزارت سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي په کابل کې د روسیې فدراسیون له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره په کابل کې ولیدل.

دواړو خواوو د طالبانو او روسیې د اړیکو د نوي پړاو، د کازان په غونډه کې د شویو تفاهمونو او د دوه اړخیزو کاري کمیټو په اړه بحث وکړ. ژیرنوف په روسیه کې د طالبانو د نوي سفیر د منلو رسمي یادښت مولوي امیر خان متقي ته وسپاره او هیله یې څرګنده کړه چې د ډیپلوماټیکې کچې په لوړولو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې په ډېرو برخو کې پرمختګ وکړي.

امیر خان متقي د روسیې فدراسیون سره د اړیکو نوی فصل مهم وباله او هیله یې څرګنده کړه چې په دې مرحله کې دواړه هېوادونه کولی شي په مختلفو برخو کې دوه اړخیزه همکاري نوره هم پراخه کړي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي