د راپورونو له مخې د پاکستان د فډرالي مالیې ادارې د افغانستان پر هغو لسګونو ډوله ټرانزیتي توکو چې د پاکستان له لارې هېواد ته واردېږي، ۱۰ سلنه د پروسس فیس یا د رسېده ګۍ لګښت لګولی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې دغه اندازه لګښت به په الکترونیکي توګه د پنځو نویو ډلو پر محصولاتو، لکه د کرنې وسایل، جرثقيلونه، برقي فاضله توکي او معلوماتي ماشينونو، عملي شي.
د افغانستان ـ پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه د پاکستان له حکومته غواړي، چې پر ټرانزیټ د اضافي لګښتونو د وضع کولو پر ځای دې اسانتیاوې رامنځته کړي.
جمهورخبري آژانس